اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی) د نجكارۍ وفاقي وزير او د جموں وكشمير يوتھ فورم مشر محمد مياں سومرو وئيلي دي د 73 كل??نو تېرېدو باوجود هند د طاقت په زور كشميري اولس څخه د آزادۍ جذبه نه ده اخستې٬ هندي مقبوضه جموں وكشمير د بشري حق??نو خلاف ورزيو تر ټولو ناوړه مثال دې۔ د جنورۍ 5 مې نېټې د كشمير د خپلواكۍ حق ورځې په مهال خپل خصوصي پېغام كښې هغه ووئيل ملګري ملتونه دې په جموں وكشمير كښې آزادۍ سره د رايو شمېرې په اړه خپل قرارداد عملي كړي۔ ټول اولس 5 جنورۍ 1949 په ملګرو ملت??نو كښې د وړاندې كړې شوي تاريخي قرارداد په ياد كښې د خپلواكۍ حق ورځ لمانځي۔ هغه ووئيل هندي پوځ پرله پسې د جنګي جرم??نو ارتكاب كوي۔ هغه ووئيل د كال 2019 په 5 م اګست غېر قانوني ګام پورته كولو سره هند د مقبوضه كشمير خصوصي اهميت ختم كړو۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان د مظلوم كشميري او??س مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كړې٬ هغه زياته كړه چې پاكستان به د خپلو كشميري وروڼو خوېندو اخلاقي مرسته دوامداره ساتي۔