اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پنجګور په بريد كښې د شهيد شويو 8 ځوانانو كورنيو سره په ټ??ليفون خبرې كړې دي او د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره ئې د زغم دعا كړې. د خالي په ورځ د ايوان صدر لخوا په جاري شوې خبرپاڼه كښې وئيلي شوي دي چې صدر عارف علوي د پنجګور د شهيدانو كورنيو سره ټ??ليفون رابطه كړې ده او شهيدانو ته ئې د عقيدت پې??زو??نه وړاندې كړې. صدر عارف علوي د حوالدار نذير، لانس نائيك عظمت، لانس نائيك محمد عيسٰی كورنيو سره خبرې وكړې او غم??از?? ئې وكړه. صدر د سپاهي فرزند علي، سپاهي عمر، سپاهي نويد عمر كورنيو سره هم غم??از?? وكړه. صدر مملكت كورنيو سره د ټيليفوني خبرو په مهال د نائي?? طاهر او لانس نائيك بابر په شهادت هغوي ته د عقيدت پې??زو??نې وړاندې كړې.