اسلام آباد 15مارچ (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي اپوزېشن د سمندر پورې پاكستانيانو د ووټونو څخه يره لري٬پيپلز پارټي ته تر ټو??و زيات زيان آصف علي زرداري رسولے ٬نواز شريف د ضياﺀ الحق په نرسرۍ كښې لوي شوے٬زمونږ بيانيه ده چې په نړۍ كښې ه?? يو پاكستانے په ډاګه اووئي چې زه پاكستانے يم٬دا هغه بيانيه ده كومه چې د عمران خان نه وړاندې په پاكستان كښې كوم بل ليډر نه ده وركړې٬په خپل ځان اعتماد٬په خپل قام اعتماد لرل٬ په خپل ليډر اعتماد او نن ټو?? پاكستان په عمران خان اعتماد لري۔د دې خيالاتو څرګندون?? د ??طلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په اسلام آباد كښې د پاكستان تحريك انصاف تر سيوري لاندې د سمندرې پورې پاكستانيانو كنونشن ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل د سمندرې پورې پاكستانيانو قيادت ته په اسلام آباد كښې هركلے وائيو٬د ټو??و سمندرې پورې پاكستانيانو مننه كوو چې هغوي زمونږ سره ولاړ دي٬د سمندرې پورې پاكستانيانو سوچ د اصل قامي سوچ څرګندونه ده٬ ده ووئېل وزيراعظم عمران خان د شين پاسپورټ عزت زيات كړے٬نن مونږ په وياړ وائيو چې زمونږ وزيراعظم عمران خان دے٬زمونږ وزيراعظم هغه نه دے چې د چا چې(کانپیں ٹانگ رہی ہوں) ده ووئېل عمران خان چې كله نړيوالو شخصياتو سره خبره كوي نو هغه د پاكستانيانو عزت زياتوي٬ وزيراعظم عمران خان په هر فورم د پاكستانيانو خبره كوي٬د سمندر پورې پاكستانيانو د حقونو يې تل خيال ساتلے او د هغوي د حقونو لپاره به جنګ روان ساتو۔چوهدري فواد حسېن ووئيل اپوزېشن وائي چې بهر هېوادونو كښې مېشته 90 لكه سمندر پورې پاكستانيان د ووټ حق نه لري ٬ مونږ وائيو چې هغوي زيات حق لري٬كه سمندر پورې پاكستانيان 31 ارب ډالره پاكستان ته نه رالېږل نو نن به د هېواد معيشت بېړه غرق شوې وه۔ ده ووئېل په پاكستان كښې ووټ اچول د سمندرې پورې پاكستانيانو حق دے او دا حق به عمران خان هغوي ته وركوي