اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې چين اسلامي نړۍ سره اړيكو ته پراختيا وركول غواړي. د نهې په ور?? د او آ??ي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې په اړه په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې انشاالله د او آ??ي سي غونډه به كاميابه وي. د پاكستان حاسدان د او آ??ي سي كانفرنس كامياب ليدل نه غواړي. شاه محمود قريشي ووئيل چې هند اوس هم د او آ??ي سي كانفرنس ناكامه كولو لپاره شپه ور?? هڅې كوي. د الله تعالٰی مرسته مونږ سره ده، انشاالله د او آ??ي سي كانفرنس به كامياب وي. هند اندېښنه لري چې پاكستان به په دې كانفرنس كښې د كشمير مسئله پورته كوي. ده ووئيل چې مونږ ته په دې كانفرنس كښې د اسلامي امت پام د كشمير خرابېدونكي صورتحال په پلو راګرځول دي. بلاول بهټو د او آ??ي سي د كانفرنس د اېجنډې علم نه لري. د كشمير مسئلې ته به چې كوم اهميت په دې كانفرنس كښې وركولې شي، هغه به د تېر وخت نه مختلف وي. شاه محمود قريشي ووئيل چې په تاريخ كښې به په وړومبي ځل د چين خارجه وزير د او آ??ي سي په كانفرنس كښې ګډون وكړي او كانفرنس به به خطاب كوي. ده ووئيل چې چين اسلامي نړۍ سره اړيكو ته پراختيا وركول غواړي.