اسلام آب??د۔18اپرېل(اے پی پی) اسلام آب??د هائيكورټ پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف ته د ډپلومېټك پاسپورټ د اجراﺀ مخنيوي او هېواد ته د راستنېدو په مهال ?? هغه ګرفتارۍ سره اړوند خواست په وكيل جرمانه لګولو سره خارج كړې دې۔ د ګل په ورځ چيف جسټس اسلام آب??د هائي كورټ جسټس اطهر من الله د وګړي نعيم حېدر لخوا محمد نواز شريف ته د ډپلومېټک پاسپورټ اجرا مخنيوي كولو او هېواد ته د راستنېدو په مهال د ده نيولو سره د اړوند خواست سماعت وكړو۔ د سماعت په مهال چيف جسټس اطهر من الله خواست كوؤنكي ته ووئيل دا وښايه چې وفاقي حكومت كل?? آرډر كړې كوم چې ته ځپلې يې۔ عدالت په هو?? كښې خو كوم آرډر نه شي كولې ۔ خواست كوؤنكي ووئيل په ټوله ميډي?? كښې په دې اړه خبرې روانې دي٬ مونږ هڅه وكړه چې هغ?? آرډر ترلاسه شي خو نه شو۔ چیف جسټس اطهر من اللہ ووئيل عدالتي پرېكړې موجود دي چې اشتهاري سرېنډر كول ضروري دي٬ كه څوك اشتهاري وي نو هغه سره به د قانون له مخې كارروائي كولې شي۔ وکیل خواست كوؤنكي ته ووئيل چې كه اشتهاري ته پاسپورټ جاري شو نو د دې عدالت د عزت سوال دې۔ په دې چيف جسټس ووئيل د دې عدالت عزت په عدالتي پرېكړه كښې دې۔ اسلام آب??د هائيكورټ د خواست كوؤنكي وكيل دلائل اورېدو نه وروستو پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف ته د ډپلومېټك پاسپورټ د اجراﺀ مخنيوي او هېواد ته د راستنېدو په مهال ?? هغه ګرفتارۍ سره اړوند خواست په وكيل جرمانه لګولو سره خارج كړو۔ چيف جسټس اطهر من الله په خواست كوؤنكي وكيل 5000 جرمانه لګولو سره خواست خارج كړو۔