اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي بايد ش??كت ترين د پاكستان مفادات په ضد سي??ست ونه كړي٬پي ټي ائي د 1300 ارب روپو پرائمري او دغسې د وفاق مجموعي 5600 ارب روپو خساره پرېښودې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ش??رو په ورځ د خپل پخوانې هم څنګ شوكت ترين چېلنج كولو كښې كړې۔ده ووئيل د عمران خان په مشرۍ كښې ??وكت ترين لويه خساره پرېښودې۔عمران خان خو رېښتيا نه وائي خو شوكت ترين څخه دا توقع نه لرو چې هغه به هم دومره دروغ اووئي۔ده شوكت ترين له چېلنج وركړو چې آئي اېم اېف ته دروغ وئيونكي قام ته رېښتيا وئېلې شي؟ ده ووئېل ايبسلوټلي ناټ شوكت ترين دې قام ته رېښتيا اووئي چې هغه په پیټرول د سبسډي وركولو په ضد ؤ ۔قام ته دې رېښتيا اووئي چې عمران خان هغه مجبور كړے ؤ كه نه۔ده ووئيل ګواهان شته چې شوكت ترين په پېټرول د سبسډي وركولو پريكړې څخه خبر نه ؤ او دا هم ګواهان شته چې په پېټرول د سبسډي وركولو امر عمران خان كړے ؤ۔