اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د چين خپل هم څنګ لي كي كيانګ سره ټېليفوني تماس نيولے ۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو په خپلو كښې پ?? زړه پورې چاپېرچل كښې خبرې كړي كومه چې د پاك چين اړيكو عكاسي ده۔وزيراعظم د چين حكومت او اولس سره ?? كراچۍ پوهنتون په پېښه غمرازي ښكاره كړی چې پ??ښې د چين درې سكالران وژلې شوي وو ۔وزيراعظم د ځپلو كورنيو سره ?? يو والي څرګندونه هم وكړه۔وزيراعظم د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه او په بريد كښې د ككړو كسانو نيولو او هغوي انصاف سره مخ كولو لپ??ره ??ې د پاكستان د عزم پخلے كړے۔وزيراعظم د دې خبرې پخلے هم وكړو چې د پاكستان په اقتصادي پروژو او د نورو په پاكستان كښې كار كونكو چينائي وګړو تحفظ او سلامتيا ته اهميت وركوي۔وزيراعظم د چين خپل هم څنګ له باور وركړو چې حكومت په پاكستان كښې د چينائي وګړو سلامتيا او تحفظ لپ??ره ټول اقدامات كولو له لوظي دے۔دوي په دې مهال په دوه اړخيزه چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او دې خبرو ته سلا شول چې د پاكستان او چين تزويراتي مرستې او شراكتدارۍ ته د زيان رسولو اجازه به چا له ورنه كړې شي ۔ دغسې وزيراعظم د پاكستان خپلواكۍ٬سلامتيا او د قامي پرمختګ لپ??ره ?? چين د مرستې مننه وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف د سي پیك ترمخه به روانو پروژو د كار رفتار تندولو لپ??ره ?? خپل حكومت د عزم هم توثيق وكړو۔وزيراعظم د اقتصادي زونز زر تر زره فعالولو لپ??ره ?? دواړو هېوادونو اړوندو ادارو ترمينځه په ګډه كار كولو او مرستې زياتولو په حاجت زور راوړو۔وزيراعظم د اېم اېل ون منصوبې پشمول د دواړو هېوادونو لپ??ره ??تراتېژېكي اهميت لرونكو پروژو له د چين سره په ګډه د نوي جوش او جذبې تر مخه د كار كولو د عزم څرګندونه وكړه۔د چين وزيراعظم لي كي كيانګ باور وركړو چې چين اقتصادي مرستې زياتولو٬تجارت پراخه كولو او په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ډاډګير??ې له چمتو دے۔