اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب وئيلي دي پاك پوځ ، عدليه او د نورو مهمو رياستي آئيني ادارو بدنامول د آئين برعكس فعل دے، د دې به چرې هم اجازه ورنه كړې شي ، پاكستان تحريك انصاف پخپل څلور كاله حكومت ??ښې د جعلي ټويټر هينډلرز ، يو ټيوبرز او د بلاګرز د لارې د رياستي ادارو په ضد يو منظم كمپائن چلولے د كوم تفصيلات به چې ډير زر ايوان ته وړاندې كړے شي۔ د جمعې پ?? ورځ قامي اسمبلۍ كښې د طاهره اورنګزيب د پوښتنې پ?? ځواب وزير اطلاعات وزيرې مرېم اورنګزيب ووئيل 2004ء راهسې د برېښنا بلونو كښې د پي ټي وي لائسنس فيس وصولېږي، دا ټول عمل په لوئ شفاف انداز بشپړېږي۔ پيسكو او كے اليكټرك 2017-18ء نه تر 2021-22ء په تيرو 5 كلونو كښې په مجموعي توګه 5 اربه 94 كروړه 35 لكهه 39 زره 147 روپۍ د برېښنا بلونو د لارې ټي وي لائسنس فيس وصول كړے۔د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب د اطلاعات وزيرې ووئيل كله چې هم د اخلاقيات برعكس كوم اشتهار چلېږي نو پيمرا د سيكشن 27 ترمخه نوټس اخلي۔ په داسې اشتهار جرمانه نه لګولې شي بلكه بند كرے كېږي۔ كه په ايډټ كولو سميدے شي نو داسې هم كېږي۔ده ووئيل كه د اطلاعات وز??رت كومه هم اداره كښې د قواعد برعكس بھرتي شوې وي نو مونږ د راتللو سره په هغې ايكشن اخستے، مونږ هغوې نوكرو څخه اخوا كړي ۔د?? ووئېل په پي ټي وي كښې سياسي بھرتۍ كېږي،دغه ډول بھرتيو سره اداره تباه كېږي۔دې ووئيل د اطلاعات وز??رت ماتحت نورو ادارو كښې چرته هم چې داسې د قواعدو خلاف بھرتۍ شوې مونږ ورله كمېټي جوړه كړې او د هغې مو نوټس اخستے ۔ د نور عالم خان د پوښتنې پ?? ځواب وفاقي وزيرې مرېم اورنګزيب ووئيل پاك پوځ ، عدليه او د نورو مهمو رياستي آئيني ادارو بدنامول د آئين په خلاف اقدام دے،د دې به چرې هم اجازه ورنه كړې شي۔ پي ټي اے سائبر ونګ 2016ء او ايف آئي اے سائبر ونګ پيكا ډيل كوي۔ دې ووئېل وز??رت اطلاعات كښې پ??مرا ريګوليټ كېږي۔ پيمرا اول وارننګ وركوي ، كه بيا هم ياد شوے چينل خلاف ورزي كوي نو پيمرا د خپل قانون ترمخه جرمانه پرې لګوي يا د چينل بندولو اختيار لري