اسلام آباد 04 جون (اے پي پي﴾ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د 10 كشميري ځوانانو د قتل سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې د هند ق??بض ځواكونه د لټون عمل??ات?? په نوم بې ګناه كشميري ځوانان په نښه كوي. د ايوان صدر د پرېس څانګې لخوا د خالي په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت وئيلي دي چې هند دې د كشميري ځوانانو د ماورائے عدالت قتل كارروائې بند كړي، هند د ظالمانه كارروائيو د لارې د كشميريانو د حريت جذبه نه ختمول??. ص??ر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل چې د هندي بربريت په ضد د مقبوضه جمو و كشمير د آزادې ځائي تحريك ??رهګرې سره نه شي تړل كېد??. ص??ر مملكت ووئيل چې په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هند د انسانيت سوز كارروائيو څخه د انتهاخوښې هندوتوا څېره بې نقابه شوې ده. ده ووئيل چې نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس واخلي. صدر مملكت ووئيل چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د جمو و كشمير شخړې حل په منطقه كښې د امن ضامن دے.