اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) صدر ??ملكت ډاكټر عارف علوي د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې په ځنګلاتو د اور ??ګېدو په زياتېدونكو پېښو اندېښنه ښودلې او وئيلي ئې دي چې داسې پېښې قوم ته ډېر لوي ز??ان رسوي، دې پېښو سره نباتات، حېوانات او د اولس ځان او مال ته سختې خطرې ورپېښېږي. د اتوار په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر ??ملكت ووئيل چې په ځنګلاتو د اور ??ېښې په موسمياتي بدلون د دې آغېز لا زياتوي، په ځنګلاتو د اور ??ګېدو د زياتو پېښو مخ نېوې كېدے شي، د 85 فيصده پېښو وجه كېمپ فائر، اور صحيح نه مړ كول، د الاتو خرابي، سېګرېټ او قصداً اور ??ګول دي. صدر ??ملكت ووئيل چې د ځنګل اور ??باتات او حېوانات ته زيان رسوي، ځنګلي ځناور ختموي، د مارغانو ځالې تباه كوي، دا د زمكې زرخېزې ته زيان رسوي او د سبزې په وده ئې منفي آغېز كېږي. دې پېښو سره په فضا كښې د كاربن ډائي اكسائډ په كچه كښې هم اضافه كېږي. صدر ??ملكت ووئيل چې زياتره پېښې ساده احتياطي تدابيرو سره ودرول كېدې شي. صدر ??ملكت ووئيل چې د فائر مېنجمنټ طريقې دې په مكمل توګه نافذ كړې شي، د دې پېښو ډېټا دې راغونډه كړې شې او د دې د تجزئې نظام دې ښه كړے شي. د ټولو اړوند ډلو مرسته باوري كولو سره دې د دې پېښو مخ نيوي لپاره حكمت عملې ته پام وكړے شي.