اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د سختو مالياتي چېلنجونو باوجود حكومت معيشت د استحكام په لاره روانولو لپاره موثر ډهانچه جاتي او اصلاحاتي اقداماتو ته پام كوي. د خزانې وزير دا خبرې د اسيائي پرمختيائي بانك ډائ??ېك??ر جنرل ايوجين زوكوف سره د ملاقات په مهال وك??ې. په دې موقع په پاكستان كښې د اسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائ??ېك??ر ينګ ئي، د خزانې سېكرټري او د اقتصادي چارو د وزارت اعلٰی چارواكي هم موجود وو. د خزانې وزير د ايوجين زوكوف او د بانك ډلې هركلې كولو سره په پاكستان كښې د اصلاحاتو او پرمختګ اېجنډا په جاري ساتلو كښې د اسيائي پرمختيائي بانك د مرستې ستائنه وك??ه. د خزانې وزير پلاوې د كلي معيشت صورتحال او د اوسني حكومت لخوا عدم توازن ??رې كولو لپاره د بېلا بېلو بجټ او غېر بجټ اقداماتو څخه خبر كړو. ده ووئيل چې د سختو مالياتي چېلنجونو باوجود حكومت معيشت د استحكام په لاره روانولو لپاره موثر ډهانچه جاتي او اصلاحاتي اقداماتو ته پام كوي. د اسيائي پرمختيائي بانك ډائ??ېك??ر جنرل وفاقي وزير د پاكستان كنټري پارټنرشپ سټېرېټجي 25-2021م څخه خبر كړو كومه چې د حكومت پرمختيائي وژن سره همغږي لري. په دې موقع د بېلا بېلو پروژو جاج هم واخستل شو.