پېنډۍ 24 جون (اے پي پ??) د پاك پوځ سر لښكر جنرل ??مر جاوېد باجوه د قامي سلامتيا چېلنجونو په مهارت سره مخنيوي كښې د وسله والو ځواكونو د كردار ستائنه كولو سره وئيلي دي پاك بحريه د هېواد د سمندري پ??لو د دفاع قوي پ??ځ دے٬ پاك بحريه عمر ??ه د قام هېلې تر سره كړي ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ مشر جنرل ??مر جاوېد باجوه دا خبرې په پاکستان نېوي وار کالج لاهور كښې د 51م پي اېن سټاف كورس ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې كړې٬ د دې نه وړاندې وار كالج ته په رسېدو د پاكستان نېوي كمانډنټ ريئر اېډمرل شفاعت علي خان د پوځ سرلښكر هركلے وكړو۔ جنرل ??مر جاوېد باجوه د پاكستان شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ ګډون كوٶنكو ته خپله وېنا كښئ جنرل ??مر جاوېد باجوه د جيوسټرټيجك ماحول، قامي سلامتيا ته د رامخې ته چېلنجونو او په ځوابي اقدامات رڼا واچوله۔ جنرل ??مر جاوېد باجوه په دې خبره زور رواړو چې د پاك بحريه تاريخ د مړانې او قربانيو د غوره رواياتو امين دے ۔ ده ووئېل پاك بحريه د هېواد د سمندري پ??لو دفاع كولو يو قوي فورس دے او تل ئې د اولس د هيلو له مخې كار كړے۔ سرلښكر د پاكستان د وسله والو ځواكونو او د دوست هېوادونو افسرانو لپاره په كالج كښې د پاك بحريه لخوا د وركړې معياري تربيې ستائنه هم وكړه