اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د ایس ډی جیز وولنټیری نیشنل ریوئیو فورم په اړه ابتدائي غونډه وشوه۔ د ريوئيو ??ورم په اړه ابتدائي غونډې ته د وېنا كولو په مهال پروفيسر احسن اقبال ووئيل ??ې فورم به د پاكستان كاركردګي پرعزم او قوي قوم په توګه رامخې كوي٬ د سختو معاشي حالاتو باوجود به مونږ د يو ??رمختللې او خوشحال قوم په توګه رامخې ته كېږو۔ ده ووئيل ??ې د ريوئيو ??ورم په موقع په نړيواله كچه اېس ډي جيز سره هم آهنګ بيانيه به وړاندې كوو۔ د فورم د لارې به پرمختللي هېوادونه د روس يوكرين جنګ په نتيجه كښې د پرمختګ كونكو هېوادونو كښې د پیدا شوي معاشي صورتحال خبروو۔ ده ووئيل ??ې د مستحكم معاشي نمو لپاره معاشرتي بيعه ادا كول وي۔ وفاقي وزير ووئيل ??ې پاكستان په كال 2015 كښې د اېس ډي جيز اهداف د اسمبلۍ څخه منظور كولو سره دا د قامي پرمختګ اهداف ګرځولې وو۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې ريوئيو ??ورم به د جولائي 13مې نېټې نه تر 15 جولائي 2022 نيويارك كښې كېږي۔ په غونډه كښې به د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير د پاكست??ن نمائندګي كوي