اسلام آباد 05جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال به د جولائي دولسمې نه تر پنځلسمې د پاكستان لخوا په ملګرو ملتونو كښې تل پاتې پرمختګ لپاره د لوړې كچې سياسي فورم (HLPF-2022) كښې والنټيئر نېشنل ريويو(وي اين آر) وړاندې كوي۔ په دې لړ كښې د نهې په ورځ د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې غونډه شوې٬ په غونډه كښ?? د ??وشل سېكټر ممبر ډاکټر شبنم سرفراز او د اېس دي جيز نورو نمائندګانو هم ګدون وكړو۔ د منصوبه بندۍ وزات لخوا د جاري بيان له مخئ وفاقي وزير د پېشرفت جاج اخستو سره ووئيل دا پلېټ فارم د كرونا نه پس صورتحال او د يوكرائن جنګ نه پس پرمختللې هېوادونو څخه نورې مرستې ترلاسه كولو لپاره استعمالول پكار دي ٬ كوم چې به پرمختګ كوٶنكي هېوادونه زيات متاثره كړي او په ھغې كښې پاكستان هم يو هېواد دے۔ وفاقي وزیر ووئيل پاكستان وړومبنې هېواد دے چا چې په كال 2015 كښې اېس ډي جيز 2030 د قامي پرمختګ اېجنډې په توګه خپل كړے ځكه چې د وخت حكومت د دې هدفونو سر كولو لپاره د پاكستاني اولس سماجي٬ اقتصادي سوكالۍ٬ فلاح او پرمختګ لپاره دا لازمي شرط تسليم كړے۔ وفاقی وزیر به د جولائي په 12مه نيټ?? د ??ېچ اېل پي اېف په ضمني پروګرام ” رامخې ته كېدونكو چېلنجونو او د تل پاتې پرمختګ اېجنډا مخ په وړاندې بوتلل” له په عملي توګه ګډون كوي دغسې چې رامخې ته كېدونكې چېلنجز لكه د كرونا وبائي رنځ، اقتصادی بحرانونه او سیاسي بدلون په اړه په موثره پاليسي غبرګون د خيالاتو څرګندونه وكړي