اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د پټروليم وزيرمملكت مصدق ملك وئيلي دي د هېواد آزادېدو 75 كاله وشول خو عمران خان د هېواد په خپلواكۍ ب??ور نه لري٬ ھغه نورو ته غله او غداران وائې۔ د زيارت په ورځ په پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې مصدق ملك ووئيل د هېواد 75مه سالګره لمانځلې كېږي۔ د?? ووئيل كے الېكټرك ??ه درې مېلي??نه پاٶنډ په اخستو د يو ارب ډالرو ګټه ورسونكے او د ملك رياض نه 450 كناله زمكه اخستو په بدل 150 مېلي??نه ډالره وركونكے څنګه صادق او امين كېدے شي۔ د?? ووئيل د پي ټي آئي كاركنانو په سوشل ميډيا د شهيدانو پحقله د سپكاوي ټرېنډز چلولي ٬ د عمران خان نه چا هم ??ه دي اورېدلې چې شهباز ګل څه وائي دا غلط دي٬ پلټنې روانې دي څوك چې په جرم كښې ككړ وي د قانون له مخې به ورته سزا وركولې شي۔ د?? ووئيل د هېواد آزادېدو 75 كاله وشول خو عمران خان د هېواد په خپلواكۍ ب??ور نه لري٬ ھغه د غلام غلام چغې وهي٬د?? ووئېل عمران خان زمونږ هېواد آزاد او خپلواكه دے۔ وزير مملكت ووئيل عمران خان دې په لاهور كښې د لوبو مېدان د تباه كولو په ځاے جلسې لپاره بل ځاے خوښ كړي۔ د?? ووئيل عمران خان پرون قام ته خطاب كړے ھغه دې اووائي چې څوك سازشيان دي او د چا په ضد سازش??نه كېږي٬ څوك چې تا سره مېچ فكسنګ نه كوي ته ھغه سازشي ګڼې۔ د?? ووئيل عارف نقوي په نړۍ كښې د معاشي جرائمو او د مني لانډرنګ د لوي كېس مركزي كردار دے٬ عمران خان د بل ګيټس د پيسو ذكر كړے خو دا ئې ??ه دي وئيلي چې د بل ګيټس د چندې پېسې غلا شوي او ھغه ته په دې جرم كښې په امريكا كښې د 290 كالو ساز وركړې كېدونكې ده٬ د?? ووئېل عمران خان ملك رياض دوېم رئزنګ سټار بلي ٬ يو په امريكا كښې جرم كړے او بل په لندن كښې۔ د يوې پوښتنې په ځواب مصدق ملك ووئيل د پنجاب وزيراعليٰ چوهدري پرويز الهٰي د شهباز ګل د بيان غندنه كړې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب د?? ووئيل عمران خان به په هېواد كښې د ډېرې برېښنا خبرې كولې چرته ده ھغه برېښنا او ګاز ۔ د يوې پوښتنې په ځواب د?? ووئيل ګرفتارۍ به د قانون له مخې كېږي او داسې به نه وي چې د چا ګاډې به اودرولے شي او پكښې به هېروئن واچولې شي او څوك به بې ګناه د تورو تنبو شاته كړے شي٬ پلټنې روانې دي څوك چې په جرم كښې ككړ وي د ھغوي په ضد به كاروائي كولې شي