كراچې 13 اګست (اے پي پي) د ټول هېواد په شان په شهر قائد ﴿كراچې﴾ كښې به هم د آزادې جشن په ښه ډول لمانځلې شي. د آزادې جشن لمانځلو لپاره به په ښار كښې تيارې بام ته رسېدلې د??. ځائ په ځائ سټالونه لګول شوي دي چرته چې د خلقو ګڼه ګوڼه ده او د جشن په مناسبت خريداري كوي. خلقو په كورونو او ګاډو قومي بېرغ لګولے دے. د ښار ب??لا بېلو تعليمي ادارو سرهه سره د ب??لا بېلو تنظيمونو لخوا د آزادې ورځې په خوشحالې كښې د كېك پرې كولو او د بېرغ هسكولو پروګرامونه تيار كړے شوي دي. د كراچې په پوهنتونو كښې به ﴿سبا﴾ د اتوار په ورځ د ډائمنډ جوبلي په موقع د بېرغ هسكولو ??ست??ره كېږي. د كراچې په پرېس كلب كښې به د كېك پرې كولو ??ست??ره كېږي. ب??لا بېلو سياسي او مذهبي ګوندونو هم پروګرامونه تيار كړي دي. په ښار كښې به د جشن په مناسبت د لوبو مقابلې هم كېږي.