اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي د پټروليم مصنوعات په بيعه ??ښې بدلون د پي اېس او په خرڅونو د بدلۍ عكاسي كوي٬ د اولس د تنقيد هركلے كوٶ٬ زه په دې پوهه يم چې زه خپل هېواد سره مخلص ??م او ما هېواد د ډيفالټ كېدو نه ساتلے۔ د نهې په ورځ د پټروليم مصنوعات په بيعه ??ښې د اضافې نه پس مفتاح اسماعيل او د سينئر خبريال حامد مير په ټويټر د خبرو تبادله وشوه۔ حامد مير د پټروليم مصنوعات په بيعه ??ښې د اضافې نه كېدو د ادعا خبر وركړے ؤ او ليكلېئې وو “مفتاح صاحب تاسو عمر له غلطېږې ولې ؟”۔ په ځواب كښې د خزانې وزير ووئيل”مير صاحب مونږ په پټروليم مصنوعات يوه روپۍ هم نوې ټېكس نه دے لګولے٬ كه بيعه ??يټه او زيات شو?? ده نو يواځې د پي اېس او د پرچېز له مخې كمه يا زياته شو?? “۔ حامد مير په ځواب كښې ووئيل “مفتاح صاحب زما ساده غوندې سوال دا دے چې په نړيوال ماركيټ كښې تېل ازان شول تا ولې ګران كړل؟” حامد مير ووئيل “تاسو د پاكستان د خزانې وزير ئې تاسو په بيعه ??ښې يوه ورځ د اضافې نه كولو دا ادعا كړې وه چې بيعه ??ه زياتوٶ؟”۔ مفتاح اسماعيل ورته په ځواب كښې ووئيل زه يو آسان هدف يم كومه چې سمه خبره ده، ده ووئېل د پټروليم مصنوعاتوپه بيعه ??ښې بدلون د پي اېس او په خرڅونو د بدلۍ عكاسي كوي٬ د اولس د تنقيد هركلے كوٶ٬ زه په دې پوهه يم چې زه خپل هېواد سره مخلص ??م او ما هېواد د ډيفالټ كېدو نه ساتلے دے”