اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)د قامي وطن پارټۍ ??شر آفتاب احمد خان شېرپاؤ وئېلي دي عمران خان د سياست نه ټوقې جوړې كړي ٬عمران خان د اولس سېلاب غواړي خو د اوبو د سېلاب پلو نه ځي٬د سېلاب ځپليو مرستې لپاره ??كومت او اپوزېشن له په ګډه كردار ادا كول پكار دي٬سېلاب ځپليو ته پام نه كول غفلت دے ٬نړيوال ډورز او نړيوالې كميونټي ته د سېلاب ځپليو لپاره ?? مرستې درخواست كول پكار دي٬د پي ټي آئي غړي يو پلو د اسمبلۍ څخه مستعفي وركوي او بل پلو په ضمني ټاكنو كښې هم برخه اخلي٬ په داسې كولو قامي پيسه ضائع ??وي??د دې خيالاتو ??رګندونه ده په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په م??ال وكړه۔ده ووئيل عمران خان د اولس سېلاب غواړي خو د اوبو د سېلاب پلو نه ځي٬په دې اړه د قامي غفلت څرګندونه كېږي۔ده ووئيل داسې معاشي صورتحال كښې اولس ډېر پرېشانه دے او صورتحال په قابو كښې نه دے ٬بل پلو عمران خان خپله سلسله شورع كړی ٬ هغه له حكومت مستحكم كول پكار دي خو هغه ئې د عدم استحكام ښكار كوي٬ ده ووئېل عمران خان په خپل يو تقرير كښې هم د سېلاب خبره نه ده كړې٬عمران خان په م??جوده حكومت د معيشت پړه اچوي خو د هغه خپله كاركردګي څه وه ٬ ده ووئېل عمران خان پخپله د آئي اېم اېف د لوظ نامې خلاف ورزي كړی ٬ په دې سبب سختې پريكړې شوي٬مونږ ته دا مهال تر ټولو زياته پرېشاني دا ده چې اولس ته تراوسه رېليف نه دي ترلاسه شوے۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ ووئيل د برېښنا او ګاز لوډشېډنګ سلسله بيا پيا پېل شوې ٬د بل پلو د برېښنا زيات بلونه؟ ده ووئېل دا وجه دې وښودلې شي چې په خېبرپښتونخوا كښې كوالټي برېښنا نه وركړې كېږي او بلونه زيات راځي۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا او هېواد كښې د امن او امان صورتحال تشويشناك دے٬په خېبرپښتونخوا كښې ټارګټ كلنګ او د يرې فضا ده٬ قلنګ اغستل هم شروع شوے ٬مېرمنو او ماشومانو سره ?? جنسي زياتۍ كيسونه هم هره ورځ زياتېږي٬په نېشنل ايكشن پلان دې بيا د سره ??مل وكړے شي