مظفر آباد 31 اګست (اے پي پي) د آزاد كشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس خان وئېلي دي سيد علي ګېلاني د يو عهد نوم دے٬ټول عمر ?? ظلم او جبر په وړاندې لكه د غر ولاړ ؤ ٬هغه خپل ټول ژوند د كشمير د آزادۍ تحريك او د كشميري اولس حقونو لپاره وقف كړے و او تر وروستۍ سلګۍ په خپله نظر??ه كلك ولاړ و٬د بابائے حريت نعره چې مونږ پاكستانيان يو او پاكستان زمونږ دے٬نن هم په م??بوضه كشمير كښې تر ټولو مقبول نعره ده٬د عظيم حريت لارښود سيد علي ګېلاني د وړومبي تلين په م??قع په خپل خاص پیغام كښې وزيراعظم سردار تنوير الياس خان ووئيل په م??بوضه كشمير كښې د انساني تاريخ د بدتره ظلم په وړاندې د حق كلمه وئيونكو ته سلام كوم۔سيد علي ګېلاني په جرات او بهادرۍ د ظلم او استبداد مقابله كړې٬په م??بوضه كشمير كښې نن هم ??لم??نه روان دي۔ده ووئيل سيد علي ګېلاني د بهادرۍ او استقامت روښانه نوم دے٬د ظلم او جبر په وړاندې چې كله هم د پرله پسې او دائمي مزاحمت ذكر كېږي نو راتلونكو نسلونو ته به سيد علي ګېلاني وريادېږي۔د سيد علي ګېلاني د رحلت په وجه چې كومه خلا راپیدا شوې هغه كله هم نه ده پوره شوې