اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي)د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سينيټر شيري رحمان وئېلي دي عمران خان عدم اعتماد ناكامه كولو لپاره تر آخري ورځې د غړو اخستلو هڅې كولې٬كله چې په هارس ټريډنګ كښې ناكامه شو نو د سائفر په شا ئې سازشي بيانيه جوره كړه۔د جمعې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل عمرا?? خان ت??ر آډيو ليك كښې د هېواد د مفاد په ضد سازش كولو سره نيولے شوے٬په نوې آډيو كښې هغه هارس ټريډنګ كوي۔شيري رحمان ووئيل په مخالفينو د اسمبلۍ د غړو د اخستلو خرڅولو تور لګونكې د خپلو پنځو غړو د اخستو دعوه كوله٬په خپل نمبر هغه خلقو ته وائي چې په صحيح او غلط كښې فرق مه كوۍ۔شيري رحمان ووئيل آډيو ليك د دې خبرې ثبوت دے چې عمران خان د عدم اعتماد آئيني عمل ناكامۍ لپاره د اپوزېشن ووټ اخستلو هڅه كوله٬د هيواد وز??را??ظم ادعا كوله چې هغه پنځه غړي اخستې٬عمران خان له به اوس وئېل وي چې هغه پنځه غړي څنګه اخستلې شوي