اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف د ګل په ورځ د اېشين ډوېلپمنټ بېنك بلډر ريزيلينس ود ايکټو کاؤنټر سائکليکل ايکسپينډيچر پروګرام له ??خې د 1.5 اربه ډالر قرض لوظنامې لاسليك دستوره كښې ګډون كړے۔ د پرمختيائي شراكتدار په خاص توګه د بېنك د كردار ستائنه كولو سره وزيراعظم د برېس پروګرام له ??خې پاکستان لپاره د 1.5 بليون ډالرو بجټ سپورټ په منظورۍ د بېنك د بورډ مننه وكړه۔ وزيراعظم د بېنك صدر ماساتوګوآساتاواو د ھغه ټوله ډله د اوسني موسمياتي بدلون په نتيجه كښې د سېلاب د تباهۍ مخنيوي لپاره د پاكستان د مرستې هم ستائنه وكړه۔ د اېشين ډوېلپمنټ بنېك، ورلډ بېنك، اروپائي ائتلاف او د ملګرو ملتونو پاكستان سره په همكارۍ كښې د شوي پوسټ ډېمېج نېډز اسسمنټ له ??خئ د اوسني سېلاب څ??ه د پاكستان معيشت ته 30 اربه ډالره زيان رسېدلے۔ وزيراعظم د سېلاب ځپليو په مستقل بحالۍ زور رواړولو سره دا هيله څر??ند?? كړه چې د اسيائي پرمختيائي بېنك 1.5 بليون ډالره پور به د پاكستان معاشي ستونزې كمولو له ??رسته وكړي۔ د بېنك نائب صدر شاکسن چئ د وېډيو لنك د لارې په غونده كښې ګډون كولو ۔ په غونډه كښې د خزانې وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزير سردار اياز صادق، د اے ډي بي ډائريکټر جنرل يوجين زوخوف نه علاوه د اے ډي بي او د پاكستاني حكومت لوړ پوري هم موجود وو۔ د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري کاظم نياز او د بېنك كنټري ډائرېكټر جې يونګ يي په لوظنامه لاسليك كړے ٬ دغسې په دې مهال وزيراعظم هم موجود ؤ