اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ملګرو ملتونو ريذيډنټ کوآرډينيټرې/هيومينټيرين کوآرډينيټرې جوليئن هارنيئس د جمعې په ورځ ليدلي دي ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم جوليئن هارنيئس د موسمياتي بدلون له امله په هېواد كښې د راغلي تاريخ بدترين سېلاب او دې څخه د ځپليو سيمو د اولس په ژوند د شوي مستقل اثراتو نه خبر كړه۔ وزيرِاعظم د حکومت د رېسکيو او ريليف كارروائيو او د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره په اقدامات رڼا واچوله۔ وزيراعظم جوليئن هارنيئس ته ووئيل پاكستان ?? وړاندې نه معاشي ستونزو سره مخ دے او د سېلاب له امله د 40 اربه ډالرو نه زيات زيان ??ره مخ شو?? ۔ وزيراعظم د عمومي سېكتر انتونيو ګوتريس هم مننه وكړه چا چې نه يواځې د سېلاب ځپليو سيمو دورې لپاره پاكستان ??ه راغلے بلكې د ستونزو سره د مخ شوو پاكستانيانو په ګرده ??ړۍ كښې غږ جوړ شوے ٬ جوليئن هارنيئس د پاکستان ??ېلاب ځپليو سره د همدردۍ څرګندونه كولو سره د دوي بحالۍ كښې د ملګرو ملتونو لخوا د بشپړ ملاتړ پخلے وكړو او د حكومت لخوا د ځپليو په وخت د رېسكيو كولو ٬ مرست?? او بحالۍ اقدامات مثالي وګرځولے شول۔