اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي د بلوچستان صوبې پرمختګ او سوكالي به د ګرد هېواد معاشي استحكام ب??ور?? كړي٬ معاشي پرمختګ په صنعتي پرمختګ اډانه لري له دې كبل?? انډسټريز چل??لو لپاره د برېښنا رسول ضروري دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كوئټه الېكترك سپلائي كمپنۍ چيف اېګزېكټو انجينئر عبد الكريم جمالي سره خبرو كښې وكړه چا چې په پارليمنټ هاؤس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې انجینئر عبدالکریم جمالی د سېنېټ چيئرمېن ته د چاغي ضلعې په چارسر يونين كونسل كښې د برېښنا رسولو منصوبو په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ په دې موقعه دسېنېټ چئ??رم??ن د بلوچستان په بېلو سيمو كښې د برېښنا د روانو منصوبو زر تر زره پايې ته د رسولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل د بلوچستان پرمختګ او سوكالي به د ګرد هېواد معاشي استحكام ب??ور?? كړي۔ ده ووئيل معاشي پرمختګ په صنعتي پرمختګ اډانه لري له دې كبله صنعتونه روان ساتلو له د برېښنا رسول زيات ضروري دي۔ ده ووئيل بلوچستان يوه مهمه صوبه ده او د دې اولس ته به د برېښنا او ګاز په شمول ټولې بنيادي آسانۍ وركول ب??ور?? كولې شي۔