لاهور 15 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډا??ټر عارف علوي وئيلي دي چې سياست كښې كوم هم څيز حرف آخر نه وي،د هېواد پراخه ګټي ترنظر لاندې ساتلو سره پرېكړو كولو ته اړت??ا ده،هېواد زمونږ څخه د يو والي او سياسي روادارۍ تقاض?? کوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پنجاب وزيراعلی چودھري پرويز الٰهي، پخواني وفاقي وزير مونس الٰهي او ايم اين اے حسېن الٰهي سره د ملاقات په مهال وكړه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال د شريكي خوښي په چارو او سياسي او معاشي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعلی چودھري پرويز الٰهي صدر مملکت په پنجاب كښې د روانو پرمختيائي پروژو او د اولس ريليف لپاره پورته كړې شويو اقداماتو څخه خبر كړو۔ د هېواد معيشت لا ښه كولو په اړه خبرو اترو كښې صدر مملکت ووئيل مونږ له به د هېواد لپاره سوچ كول وي ، سياست كښې څه څيز هم حرف آخر نه وي،د هېواد پراخه ګټي ترنظر لاندې ساتلو سره پريكړو كولو ته اړت??ا ده۔ده ووئيل هېواد زمونږ څخه د يو والي او سياسي روادارۍ تقاض?? کوي،چاري په ښه ډول ترسره كولو له چمتو يو۔صدر ډا??ټر عارف علوي ووئيل لوے څښتن څخه هيله لرو چې د پاكستان لپاره به ښه لاره راوباسي۔