لاهور 22 دسمبر (اے پي پي )د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي كه د ګورنر حكم نه منلے كېږي نو په پنجاب كښې ګ??رنر راج لګېدے شي٬پروېز الهي په آئيني توګه و??ير??علٰی نه دې پاتې٬د پروېز الهي د كابينې غونډې څخه وړاندې ډي نوټيفائي كېدل پكار دي دا آئيني او قانوني ت??اض?? ده٬اوس د نوې پنجاب و??ير??علٰی لپاره چې څنګه ګورنر آرډر اېشو كړي نو په دې به عمل درآمد كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ګورنر هاؤس په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله ووئېل په موجوده سياسي حالاتو كښې د پنجاب كابينې رابلې شوې غونډې كوم قانوني حېثيت نشته٬ كه د ګورنر هاؤس وړاندې پي ټي آئي هله ګوله وكړه نو د پوره بندوبست شوے۔ده ووئيل پروېز الهي اوس د اسمبلۍ ماتولو اېډوائس نشي لېږلے ٬يو كس بيا بيا د خپل ضد او په انا د اسمبلو ماتولو اعلان كوي٬پروېز الهي دا پخپله وئېلي چې 99 فيصده غړي د اسمبلو ماتولو په حق كښې نه دي۔ده ووئيل د سپيكر لخوا صدر ته د خط ليكلو كوم آئيني حېثيت نشته٬ګورنر د آئين لخوا ترلاسه اختيارات كارولې شي۔ګورنر كوم هم وخت و??ير??علٰی ته د اعتماد د ووټ وئېلې شي٬پروېز الهي د و??ير??علٰی په توګه تېره ورځ د اعتماد ووټ نه دې اخستلې لهزا پروېز الهي اوس په آئيني توګه د پنجاب و??ير??علٰی نه دې پاتې ۔ده ووئيل د و??ير??علٰی پروېز الهي ته د ډي نوټيفائي كولو نوټفيكېشن د ګورنر لخوا جاري كېدل پكار دي٬د ګورنر پنجاب لخوا نوټيفيكېشن يو رسمي كاروائي ده كومه چې زر تر زره بشپړېدل پكار دي٬چې څنكه ګورنر نوټيفيكېشن جاري كړي په دې به عملدرآمد كولې شي۔ ده ووئېل په پريكړه عملدرآمد نه كولو ګورنر وفاقي حكومت ته د ګورنر راج لپاره ليكلې شي يا په دوهم صورت د كابينې د منظورۍ څخه په پنجاب كښې د دوو مياشتو لپاره ګورنر راج لګېدے شي او د يو قرارداد د لارې دا تر 6 مياشتو هم پراخا كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پنجاب ګورنر د چوكۍ څخه اخوا كولو په اړه د سپيكر لخوا صدر ته د ليكلې شوي خط كوم آئيني حېثيت نشته۔صدر د و??ير??عظم د اېډوائس نه بغېر كوم قدم نه شي پورته كولې۔وفاقي وزير ووئيل د ګورنر پنجاب د احكاماتو خلاف ورزرۍ په صورت پروېز الهي و??ير??علٰی نه دې پاتې شوې خو صوبائي كابينه برقرار ده٬پروېز الهي له د كابينې د غونډې نه وړاندې ډي نوټيفائي كېدل پكار دي هم دغه آئيني او قانوني ت??اض?? ده۔