اسلام آباد۔27دسمبر (اے پی پی) صدرډاکټر عارف علوی د وفاقی محتسب هغه احكامات برقرار ساتلي د كومو له ??خې به چې د پلار په مړينه تركه كښې د پاتې شوي جائيداد خرڅولو په صورت ترلاسه رقم د خوېندو او وروڼو ترمينځه وېشلے شي۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له ??خې صدر دا احكامات د انفورسمنټ آف وېمنز پراپرټی رائتس اېکټ 2019 له ??خې جاري كړي۔ څلورو خوېندو وفاقي محتسب ته شكايت كړے ؤ چې د دوي وروڼو د مړ پلار په جائيداد كښې د دوي وراثتي برخې څخه انكار كړے او دا خواست يۍ كړے ؤ چې دوي ته دې خپ??ه برخه وركړې شي۔ صدر د وفاقي محتسب احكامات برقرار ساتلو سره په وراثتي جائيداد كښې د 4 خوېندو د برخې حكم جاريكولو سره ووئيل د جائيداد خرڅولو په صورت دې ترلاسه رقم د خوېندو او وروڼو ترمينځه د خپ??ې خپ??ې برخې له ??خې ووېشلې شي۔ د تفصیلات له ??خې څلورو خوېندو شبانه حنیف، نبیل الفت، ریحانه ذوالفقار او نائله ??عیم د هراسيت مخنيوي محتسب ته شكايت كړے ؤ چې د دوي پلار په وراثت كښې په پنډۍ كښې درې منزله ??ور پرېښودے دے۔ د دوي څلورو وروڼو په دغه كور كښې د خوېندو له برخې څخه انكار كړے ؤ ۔ يو ورور تنوير سرفراز خان ادعا وكړه چې خوېندو خپ??ه برخه اخستې ده او د تصفيې سوال نه پېدا كېږي۔ محتسب د ورور ادعا مسترد كولو سره د قاعدو او ضابطو له ??خې د كور خرڅولو لپاره د يو كمېشن جوړولو امر كړے۔ تنویر سرفراز خان د پرېكړې په ضد صدر مملكت ته درخواست كړےؤ كوم چې صدر مملكت ??سترد كړے