اسلام آ??اد 01 مارچ (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز ا??رف وئېلي دي چې مېرمنې د هېواد د سماجي او اقتصادي پرمختګ مهمه برخه ده٬ آئين هر پاكستانۍ مېرمن ته د ټولو بنيادي حقونو وركولو ضمانت وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په و??ځ په پارليمنټ هاؤس كښې د ملګرو ملتونو مېرمنو كنټري استازي شرميلارسول سره د ملاقات په مهال خپلو ??بر?? كښې وكړه۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز ا??رف ټولو مېرمنو ته د تعليم٬صحت او معاشي موقعو وركولو په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئيل چې شناختي كارډ ?? شناخت بنيادي جز دے۔ ده و??يل چې مېرمنې په خاص توګه لرې پرتې سيمو سره تعلق لرونكې مېرمنې څوك چې د شناختي كارډ په اجرا كښې ستونزو سره مخ دي٬د هغوي ستونزې لرې كولو لپاره به زه د نادرا چيئرمېن سره ملاقات كوم۔د ملګرو ملتونو د مېرمنو كنټري استازي شرميلارسول د مېرمنو خپلواكه جوړولو او د هغوي په پالېسۍ سازۍ كښې د شاملولو په اړه د قامي اسمبلۍ د سپيكر وژن وستائېلو۔ دې ووئيل چې په پاكستان كښې ملګرو ملتونو په خاص توګه د ملازمت او معاشي آزادۍ په څانګه كښې د پاكستاني مېرمنو ملاتړ جاري ساتلې شي