سرینګر۔17مارچ(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جموں وكشمير كښې يو ځل بيا د پاكستان بېرغ او د جنرل عاصم منېر عكس لرونكې بېنرې لګولې شوې او كشميري اولس سره د يووالي په څرګندونه ك??لو د پاكستان مننه شوې ۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې په سرينګر او دې سره پېوستو سيمو كښې په دېوالونو او ستنو لګولې شوو پوسټرو باندې د پاكستان بېرغ او د پاك پوځ سرلښكر جنرل عاصم منېر عكسونه ښكاره ليدلي شي۔ په پوسټرو د پاك پوځ د سرلښكر د اوسني بيان دا جمله هم ليكلې شوې چې “نړۍ له به انصاف باوري كول وي٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې به كشميريانو سره كړے لوظ تر سره كول وي”۔ په يو پوسټر دا ليكلې شوي” د جموں وكشمير اولس د هند غېر قانوني قبضې ??تم??لو او د آزادۍ غوښتنه كوي”۔ دې سره سره په پوسټرو دا نعرې هم درج دي”ګو انډیا ګو بېک، جموں و کشمیر د دوه قومي نظريې برخه ده ٬ مونږ د پاكستان يؤ پاكستان زمونږ دے” دا پوسټرې كشميري يوتھ ٬ سولجرز آف اسلام لګولې دي۔ د پوسټرې د فېس بك او ټويټر په شمول د سماجي رابطو په نورو سائټونو هم اپ لوډ كړے شوي۔