اسلام آباد 28مارچ (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب قامي او د څل??رو واړو صوبائي اسمبليو ټاكنې په يو وخت كولو٬ د ټاكنو كميسون په اختيارات كښې د لاس وهنې نه كولو او د اجتماعي دانش د دستوري چارو سماعت د فل كورټ د لارې كولو له قرارداد د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښ?? وړاندې كړو كوم چې په يوه خله منظور كړے شو۔ د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب دا قرارداد په قامي اسمبلۍ كښ?? وړاندې كړو ۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دا ايوان په سياسي چارو كښې د عدليې بې جا مداخلت د سياسي عدم استحكام سبب ګڼي۔دا ايوان په ازخود نوټس كيس 1/2023 كښې د څل??رو ججانو صاحبانو پريكړه او د رائے تائيدولو سره په دې د عملدرآمد غوښتنه څخه دا هيله لري چې اعلٰی عدليه به په سياسي او انتظامي چارو كښې د لاس وهنې نه ډډه وكړي۔دا غونډه وائي چې الېكشن كمېشن يوه آزاد٬خپلواكه آئيني اداره ده كومه چې د آئين آرټيكل 2018 له مخې د سپيځلو او آزاده ټاكنو پابند ده٬د ټاكنو كميسون په آئيني اختيارات كښې دې مداخلت ونه كړے شي او الېكشن كمېشن ??ه دې د تر لاسه اختيارات له مخې سازګار حالات كښې د الېكشن كولو موقع وركړی شي۔قرارداد كښې وئېلي شوي دا ايوان دا ګني چې په هېواد كښې د معاشي استحكام لپاره سياسي استحكام ضرورې دے۔دا ايوان ګڼي چې د آرټيكل 218 له مخې د سپيځلو او آزادانه ټاكنو لپاره په آرټيكل 224 په بشپړه توګه عمل كولو سره د ټولو اسمبلو ټاكنې په يو وخت د غېر جانبداره نګرانو حكومتونو له مخې كول پكار دي دغسې چې د حقيقي سياسي استحكام پلو مخ په وړاندې لاړ شوو ۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دا ايوان ??ائ?? چې هغه دستوري چارې چې پكښې د اجتماعي دانش ضرورت وي او د هغې غوښتنه هم وي د داسې چارو سماعت دې د عدالت عظمٰی فل كورټ بېنچ وكړي۔دغسې سپيكر قرارداد قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړو كوم چې په يوه خله منظور كړے شو