اسلام آباد۔7 اګست (اے پی پی) د ق??مي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او د ق??مي اسمبلۍ ډپټي سپيكر زاهد اکرام دراني مېجر محمد طفيل شهيد (نشان حيدر) ته د عقيدت پېرزوېنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د پاكستان د پوځ افسرانو ??و ځوانانو د هېواد د دفاع لپاره د قربانيو ځانګړې دستانونه رقم كړي دي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر د مېجر طفیل شهید (نشان حیدر) د 65م تلین په مناسبت خپل پیغام کې ووئیل چې مېجر محمد طفیل شهید (نشان حیدر) په كال 1958ﺀ کښې له هن?? سره په نښته کښې د زړورتیا او مړانې یو ابدي داستان رقم كړو۔ ټول ملت مثجر محمد طفيل شهيد ته د هغه په بې مثاله قربانۍ سلام وړاندې کوي۔ ډپټي سپيکر ووئيل ټول ملت مېجر محمد طفيل شهيد (نشان حيدر) ته د هغه د 65م تلين په موقع د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي او د هغه ځانګړې قرباني به تل په تاريخ کښې په زرينو ټكو كښې ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل پاک فوځ د هېواد د سلامتيا او بقا لپاره سترې قربانۍ ورکړي دي په کومو چې مونږ وياړ لرؤ۔