اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د شمالي وزيرستان په مير علي سيمه كښې د ترهه ګرو ??ه ضد په عمليات كښې د امنيتي ځواكونو د شهيد شوي سپاهي شكيل شفقت مړانې ته سلام وړاندې كړو۔د اتوار په ورځ ج??ري شوي بيان كښې سپيكر د ترهه ګرو ??ه ضد په كاروايۍ كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پې??زوينه هم وړاندې كړه۔ سپيكر د عمليات په مهال د ډزو د تبادلې په نتيجه كښې د شكيل شفقت په ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل چې د ترهګرۍ ناسور ختمولو له ټول قام يو موټې دے۔ راجه پروېز اشرف ووئيل چې هېواد دښمن عن??صر په هېواد كښې د بدامنۍ خپرولو ناوړه هڅې كوي او ددې په ځواب كښې امنيتي ځواكونه دوئي په خپلو ناوړه چالونو كښې د ناكامه كولو صلاحيت لري۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د شهيد كورنۍ سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دے شهيد سپاهي شكيل شفقت ته لوړې د??جې او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي