لندن 26 ستمبر (اے پي پي) نګراں وزیراعظم انوار الحق کاکړ د آکسفورډ یونین زد كوونكو او تعليم پوهانو سره خبرې اترې كړې دي،د آکسفورډ یونین كوم چې د اثر لرونكو لارښودو او مفکرینو كوربتوب لپاره مشهور دے ، د وزیراع??م تود هركلے وكړو۔د آکسفورډ یونین صدر دیشا هيګدے وزیراعظم سره يو انټرایکټو پوښتنو ځواب سیشن موډریټ وكړو چې پكښې په مهمو قامی، سيمه ايزو او نړ??وا??و مسئلو خبري اترې كولو سره د هغه د وژن په اړه خبرتيا وركړې شوه۔په دې موقع نګراں وزیراعظم څخه د آکسفورډ پ??هنتون زدكوونكو پوښتنې وكړې كومي چې د لارښودو او سکالرز نوې نسل تعلق لرلو۔ د خبرو اترو په مهال وزیراعظم د پاکستان معیشت، سیاست، سلامتیا او ګاونډيانو هېوادونو سره په اړېكو تفصیلی خبرې هم وكړې۔د آکسفورډ یونین په دفتر كښې وزیراعظم د نړ??وا??ي مباحثې او قیادت رامخې ته كولو كښې د ادارې مهم كردار تسلېمولو سره د ميلمنو په كتاب كښې لاس ليك وكړو۔دې څخه وړاندې وزیراعظم د آکسفورډ سنټر فار اسلامك سټډيز دوره هم وكړه چرته چې د هغه هركلے وكړے شو۔(