اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د چين دورې بشپړولو نه پس د جمعې پ?? ورځ اسلام آباد ته رارسېدلے دے۔د دورې پ?? مهال وزيراعظم د چين بيلټ اينډ ر??ډ پروژې درېم فورم كښې د پاكستان پلاوي مشري وكړه۔د جمعې پ?? ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دورې پ?? مهال وزيراعظم د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل٬د چين او روس صدر٬د چين وزيراعظم او كميونسټ ګوند عهديدارانو او نورو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه كړي۔وزيراعظم په هېواد كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره د چين كاروباري شخصيات او سرمايه كارو سره هم ملاقاتونه كړي۔د دې نه پس وزيراعظم د چين ارومچي ښار دوره وكړه چرته چې هغه د ارومچي سياسي مشرتابه٬كاروباري شخصيات او په ارومچي كښې د پاكستان زده كوونكو سره ملاقات كړے دے ۔