اسلام آباد۔ 25 اکتوبر(اے پی پی) هېواد څخه د ويستلو خبردارے په غېر قانوني توګه پاكستان كښې د مېشته بهرنو وګړو لپاره دے٬ دا تاثر سم نه دے چې يواځې افغانان ويستلے شي٬ د نومبر اولنۍ نېټې څخه به يواځې پاسپورټ او وېزا لرونكې پاكستان ته راتللې شي٬ ده د سېنېټ د داخله چارو قائمه كمېټۍ غونډې ته بريفنګ وركولو۔ داخله وزير ??وئ??ل مونږ په غېر قانوني توګه د مېشته وګړو په حقله خبره كړې وه چې دوي به ويستلے شي خو پېغام مخكښې دا لاړو چې شايد يواځې افغانان به ويستلے شي۔ د حكومت پېغام يواځې د افغانانو لپاره نه ؤ ۔ ده ??وئ??ل كه څوك ریفیوجی کارډ يا وېزا لري نو هغه ??مو??ږ مېلمه دے۔ ده ??وئ??ل په هېواد كښې په غېر قانوني توګه د مېشته بهرنو معامله زما په علم كښې نشته بياهم دې ته به پام كولې شي۔ داخله وزير ??وئ??ل په كوم هم هېواد كښې داسې نه كېږي چې هلته بهرني په غېر قانوني توګه پاتې كېږي ۔ د غونډې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ??وئ??ل په هېواد كښې په غېر قانوني توګه مېشته وګړو ته وركړې شوې وروستې ??ېټ?? كښې د پراختيا په اړه تر دې دمه كوم وړاندېز نه دے رامخې ته شوے ، ده ??وئ??ل د نومبر اولنۍ نېټې څخه به دا خبره باوري كولې شي چې دې هېواد ته چې څوك هم راځي د پاسپورټ سره به راځي۔ ده ??وئ??ل نه كوم سفارتي لاس وهنه كېږي او نه دې ته حاجت شته۔ ده ??وئ??ل كه تاسو د لوئيديزو هېوادونو خبره كوۍ نو آيا هغوي به تاسو د قانوني دستاوېزات نه غېر پرېږدي؟ ده ??وئ??ل كه لوئيديز هېوادونه خپلو وګړو لپاره دومره حساس دي نو مونږ لپاره پاكستاني وګړي هم تر هر څه اول دي