اسلام آباد 06 نومبر(اے پي پي) نګراں وزیرِ اعظم انوار الحق کاکړ سپارښتنه كړې چې سکھ یاتریانو ته د خپلو مذه??ي رسوماتو ادا كولو او د مقدس ځايونو زيارت كولو په مهال هر ډول آساني وركړئ ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده دا امر سکھ یاتریانو ته د پاكستان لخوا د وېزې په لړ كښې د وركړې كېدونكو آسانيو جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړو ۔ په غونډه كښې وزیرِ اعظم ته په كال كښې د نمانځونكو سكھ اخترونو ، د سكھ ياتريانو ??ېز?? او هغو?? ته د وركړے كېدونكو آسانيو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم ووئيل سكھ ياتري زمونږ مېلمانه دي۔ ده هدايت وكړو چې سکھ یاتریانو ته د خپلو مذه??ي رسوماتو ادا كولو او د مقدس ځايونو زيارت كولو په مهال هر ډول آساني وركړئ او هغو?? ته د وېزې وركولو عمل دې لا سپېځلې كړے شي٬ ده ووئېل په كرتارپور كښی دې هغو?? ته د نړيوال معيار آسانۍ وركول باوري كړے شي۔ وزیرِاعظم د کرتارپور راهدارۍ د لارې نورو هېوادونو څخه زيارت لپاره راغلو سكھ ياتريانو ته د لا غوره آسانيو وركولو لپاره د يوې بشپړې تګلا??ې مرتب كولو هدايت هم وكړو