اسلام آباد 13نومبر(اے پی پی) د ازبكستان نائب وزيراعظم ډاكټر جمشيد خد جايف د ګل په ورځ په دوه ورځنۍ دوره پاكستان ته راورسېد۔ د تجارت وزارت لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې د تجارت لنډ مهاله وفاقي وزير ډاكټ?? ګوهر اعجاز پشمول اعلٰی چارواكو د نائب وزيراعظم ډاكټر جمشيد خد جايف په نور خان هوائي مېدان هركلے وكړو۔ د خپلې دورې په مهال ډاكټر جمشيد خد جايف د تجارت لنډ مهاله وفاقي وزي?? ګوهر اعجاز سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د ازبكستان نائب وزيراعظم ووئيل چې د دې اوسنۍ دورې مقصد د دواړو هېوادونو ترم??نځ?? د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ پشمول بېلو څانګو كښې همكارۍ ته وده وركول دي۔ډاكټ?? ګوهر اعجاز په ملاقات كښې ووئيل چې پاكستان او ازبكستان څو كلونو څخه نزدې اقتصادي اړيكې لري او د دواړو هېوادونو ترم??نځ?? دوه اړخيزه تجارت تېرو دريو كلونو كښې 27 ملين امريكائي ډالر څخه زياتېدو سره تر 126 ملين امريكائي ډالر رسېدلې دې كوم چې اوس هم د خپل حقيقي قدر څخه ډېر كم دے او په دې كښې د اضافې لپاره هڅې روانې دي۔ده ووئيل چې د ډاكټر جمشيد خد جايف دورې سره به د پاكستان او ازبكستان ترم??نځ?? دوه اړخيزه تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو ته لا وده ترلاسه شي