رسالپور21نومبر(اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي پاكستا?? امن خوښے هېواد دے او ټولو هېوادونو ??ه خاص توګه خپلو ګاونډيانو س??ه د ملګرتيا اړيكو له خوښي لرو٬ وسله وال ځواكونه د داخلي او بهرنو چېلنجونو د مخ نيوي بشپړ صلا??يت لري۔ده د نهې په ورځ پي اے اېف اكېډمي اصغر خان كښې د پاكستان ايئر فورس پاسنګ آؤټ پرېډ ته خطاب كولو۔ په دې مهال وزيراعظم پاس آؤټ كېدونكو كېډټس ته بيجز ولګول۔په دې موقع خپل خطاب كښې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ كالجز آف فلائنګ ټريننګ وايرو ناټيكل انجينئرنګ كمبائن كورسز څخه ګريجوايټ كېدونكو كيډټس ته مباركي وركولو كښې ووئېل د نن څخه د پاك فضائيه آفيسر په توګه ستاسو د كيئريئر آغاز كېږي٬تاسو د ايئر فورس اكېډمۍ څخه ښه تربيه ترلاسه كړې او زه باور لرم چې د خپل تربيت په بنياد د زړه او عزم س??ه د سباؤن چېلنجونو مخ نيوي به وكرے شئ۔ده ووئيل د ګريجواېشن پرېډ په څارنه كولو ډېر خوشحاله شوے يم۔ده پاس آؤټ شوو ګريجوايټس ته مباركي وركولو سره ووئېل پاك فضائيه د شاندار روايت آمين ده ۔ده ووئيل مونږ په تندۍ سره راتلونكي بدلونونو كښې د نړيوالو او سيمه ايزو تزويراتي بدلونونو چېلنجونو په دور كښې اوسېږو چې د دې اثرات په منطقه او دې سره سر?? په پاكستان هم پريوځي۔د سپيس نيټ ورك٬اليكټرانك وارفيئر٬سائبر سپيس٬نينو ټېكنالوجي٬آرټيفيشل انټيلي جنس په سبب د قامي سلامتيا او دفاع به روايتي تصورات كښې هم لوي بدلون شراغلے ۔ده ووئيل زه خوشحاله شوے يم چې پاك فضائي?? په دې اوسنيو كښې ايرو سپيس او سائبر ډومين كښې ماډرن نان كنټيكټ وارفيئر كښې پرمختګ كړے ۔ده ووئيل دا خب??ه د اطمينان وړ ده چې پاكستاني ځواكون?? په پيشه ور اعتبار سره صلا??يت لرونكې دي او داخلي او د بهرنو چېلنجونو مخ نيوي لپا??ه د ښه تربيت حامل دې۔ ده ووئېل د وسله والو ځواكونو قامي دفاع او قامي تعمير كښې كردار ته ټول قام د قدر په نظر ګوري۔د پاكستان بهادر وسله وال ځواكونو د آزمېښت په وخت كښې تل د لويو حوصلو څرګندونه كړې او زه باور لرم چې دوي ب?? په سباؤن كښې هم د پاكستان بېرغ هسك اوساتي۔وزيراعظم ووئيل پاكستا?? امن خوښے هېواد دے او ټولو هېوادونو ??ه خاص توګه خپلو ګاونډيانو س??ه د ملګرتيا اړيكو خوښي لري خو د امن خواهش دې زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي۔ده واضحه كړه چې د كشمير شخړې حل نه بغېر امن ممكن نه دے ۔ ده ووئېل مونږ په جمو كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا په لويه پېمانه د بشري حقونو د خلاف ورزو غندنه كوو