بيجنګ 19 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د چين او پاکستان د اولسونو ترمېنځه د خېر سګالۍ جذبات د پخوانۍ دوستۍ او ستراتېژك شراكتدارۍ په لړ كښې د اهميت وړ ګرځولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمېنځه روابط زياتولو سره به تر ??سل??نو دا دوستي ??ا زياته شي۔ نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د چين د کميونسټ پارټي د نړيوالې څانګې د مركزي كمېټۍ وزير ليو جيان چاؤ د زيارت په ورځ ليدلي۔۔ په دې موقع وزيراعظم د پاکستان او چين ترمېنځه د اوږدو او تاريخي اړيكو ذكر كولو سره د چين کميونسټ پارټۍ د پاك چين اړيكو او شريكې همكاري زياتولو لپاره د كردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د چين په پرمختګ كښې د کميونسټ پارټۍ د كليدي كردار هم ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمېنځه د خېر سګالۍ جذبات په پخوانۍ دوستۍ او ستراتېژك شراكتدارۍ كښې لوي اهميت لري۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ او ليو جيان چاؤ د اولس٬ قانون سازو اسمبليو٬ سياسي پارټو٬ سكالرز٬ ميډيا٬ مېرمنو او د تھنك ټې??كس ترمېنځه روابطو ته په وده وركولو خبرې وكړې٬ دا راوابط ??ه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د راروانو ??سل??نو تعلق او دوستي باوري كړي۔ ليو جيان چاؤ په دې موقع ووئيل د وزيراعظم د چين دوره د پاكستان او چين ترمېنځه د خاص دوستۍ د روايت عكاسي ده ۔ ده د چين کميونسټ پارټۍ لخوا د پاکستان او چين دوستي لا قوي كولو له د كردار جاري ساتلو د عزم پخلے وكړو