اسلام آباد۔29اکتوبر(اے پی پی) د انډسټریل اې??ډ کمرشل بېنک آف چائنا پاکستان آر اېم بی کلیئرنګ بېنک پرانستې دستوره په جناح كنونشن سېنټر كښې وشوه۔ د خزانې نګرانې وفا??ي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر او پاكستان كښې د چين سفير چيانګ زائي ډونګ په دستوره كښې ګډون وكړو۔ په دې موقعه نګران وفا??ي وزيرې په خپل خطاب كښې ووئيل چين له څو كالونو راهېسې د پاكستان تر ټولو ستر تجارتي همكار هېواد او د سرمايه كارۍ تر ټولو لويه ذريعه پاتے شوے دے او پاكستان په تجارت او سرمايه كارۍ كښې د آر اېم بي كارولو پراخا كول غواړي۔ د آر اېم بی کلیئرنګ بزنس په ځايې كېدو سره به په پاكستان او چين كښې د آف شور آر اېم بی مارکیټونو يو بل سره تړلو كښې مرسته ترلاسه شي۔ په پاكستان كښې د چين سفير په خپل خطاب كښې په دې خبره زور راوړو چې د چین او پاکستان ترمينځه د څلورو موسمونو ستراتيجيكي همكارۍ لپاره د دواړو اړخونو مالياتي برخو بشپړ ملاتړ ته اړتي?? ده۔ د آر اېم بی کلیئرنګ بېنك پرانسته “بېلټ اېنډ روډ” همكارۍ ته وده وركولو لپاره يو مهم مالي ملاتړ هم دے۔