اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پ??کس??ان كښې د اوبو كمي په زيات شوي بحران قابو موندلو لپاره كرونده كښې د ډرپ او سپرے ارېګېشن غوندې نظام خپلولو او په سمارټ ډول د اوبو كارولو ته ضرورت دے ، زرعی څانګه د هېواد نزدې 95 فیصد?? اوبه استعمالوي كومې لپاره چې د اوبو كارولو كښې د بچت په اړه سمدستي منصوبه بندي او اصلاحات پكار دي۔د دې ??يا??اتو څرګندونه ده د شورو په ورځ اسلام آباد كښې په موسمي لحاظ سره لچکدار پ??کس??ان كښې د اوبو او خوراك نظام لپاره د بدلون لارې په سرخط نړيوال کنفرنس ته د ويډيو لنك خطاب په مهال وكړه۔د کنفرنس اهتمام انټرنیشنل واټر مینجمنټ انسټی ټیوټ، پ??کس??ان کونسل آف ریسرچ ان واټر ری??ور??ز، نېشنل فوډ سکیورټی اینډ ریسرچ وزارت ، د اوبو وسائلو وزارت،د موسمي بدلون وزارت او یونیسف كړے ؤ چې پكښې نړيوالو او ځائې د اوبو پوهانو ګډون كولو ۔په خپله وينا كښې صدر ووئيل پ??کس??ان له د خپلو موجود?? اوبو وسائلو محفوظولو لپاره جامع انتظام ته اړتيا ده۔ صدر مملکت صنعتی خزلې څخه سمندرونه بچ كولو لپاره د اوبو ويستلو د كوټلي نظام په جاجت هم زور راوړو۔ په دې موقع ډائریکټر جنرل پ??کس??ان کونسل آف ریسرچ ان واټر ری??ور??ز ډاکټر حفضه رشید، انټرنیشنل واټر مینجمنټ انسټی ټیوټ څخه ډاکټر بنیود هوماتوف او ډاکټر جوآن کارلوس سانچیز رامیرز، انټرنیشنل فوډ پالیسی ریسرچ انسټی ټیوټ څخه ډاکټر سټیفن ډیوس او آسټریلین سنټر فار انټرنېشنل ایګریکلچرل ریسرچ څخه ډاکټر نیل لازارو هم خطاب وكړو