اسلام آباد21 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي په فلسطين كښې د مرستې په هلو ځلو كښې د اردن كردار ستائنه كولو سره وئېلي دي په فلسطين كښې امن د ټولې نړۍ ذمه واري ده٬ نړيواله ورورولي دې په فلسطين كښې سمدستي جنګ بندۍ لپاره خپل كردار ادا كړي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د اردن سفير ډاكټر معن خريسات سره د مل??قا?? په مهال په خبرو كښې كړې۔په مل??قا?? كښې په دواړو هېوادونو كښې راتلوونكو ټول ټاكنو٬فلسطين او اسرائيل ترمينځه به جنګ بندۍ٬سيمه ايز صورتحال٬د ميډيا په څ??نګ?? كښې د مرستې پشمول په نورو مهمو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔لنډ مهاله وفاقي وزير ووئيل پاكستان اردن سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬دواړه هېوادونه په مذهبي اقدارو او كلتور اډانه اړيكې لري۔په مل??قا?? كښې د فلسطين او اسرائيل ترمينځه په ت??ؤ تريخوالي صورتحال اندېښنه ښكاره كړې شوه۔وفاقي وزير ووئيل په فلسطين كښې موجوده صورتحال نه يواځې د اس??امي نړۍ بلكې د ټولې نړۍ مهذبه قامونو لپاره د تشويش وړ دے۔په فلسطين كښې امن د ټولې نړۍ ذمه واري ده٬نړيواله ورورولي دې په فلسطين كښې د سمدستي جنګ بندۍ لپاره خپل كردار ادا كړي۔ده ووئيل د فلسطين اولس سره د يو والي څرګندونه كوو٬ ده ووئېل په فلسطين كښې د مرستې په هلو ځلو كښې د اردن كردار د ستائنې وړ دے۔په دې موقع د اردن سفير ووئيل په غزه كښې د خوراك نشتوالي په سبب بشري بحران رامخې ته شوے۔په مل??قا?? كښې په پاكستان او اردن كښې سږ كال كېدونكو ټاكنو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د اردن سفير په پاكستان كښې د ټاكنو پلو د پېشرفت نه خبرولو كښې ووئيل سږ كال د فرورۍ په اتمه نېټه به په ټول هېواد كښې ټاكنې كېږي٬الېكشن كمېشن آف پاكستان انتخابي شيډول جاري كړے ٬ټولو رجسټرډ سياسي ګوندونو ته د ټاكنو كمپائن لپاره 54 ورځې وركړی شوي۔ده ووئيل لنډ مهاله حكومت پاكې او غېر جانبداره ټاكنې باوري كولو لپاره به اليكشن كمېشن ته هر ممكنه مرسته او آسانۍ وركوي۔وفاقي وزير په اردن كښې سږ كال د كېدونكو ټاكنو عمل تكميل لپاره هم د نيكو خواهشاتو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل اردن او پاكستان كښې به د ټاكنو عمل په نتيجه كښې جوړېدونكو حكومتونو څخه د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو يو نوے دور پېل شي۔په مل??قا?? كښې د پاكستان او اردن ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ ممكنه څ??نګ?? كښې مرستې ت?? ودې وركولو ته هم صلاح راغله۔د اردن سفير ووئيل د 10م شريك وزارتي كمېشن مهمه غونډه به سږ كال اس??ام آباد كښې كېږي چې پكښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي او دوه اړخيزه اړيكو جاج اخستلے شي۔ده ووئيل د پاكستان او اردن ترمينځه د معيشت٬تجارت او سرمايه كارۍ په څ??نګ?? كښې مرستې ل?? وده وركول پكار ده۔په مل??قا?? كښې د پاكستان او اردن ترمينځه د ميډيا او اطلاعات په څ??نګ?? كښې په مرسته زياتولو هم زور راوړو او پي ټي وي٬اے پي پي٬راډيو پاكستان او د اردن ريډيو٬ټيلي ويژن او اردن نيوز ايجنسۍ پيټرا ترمينځه د مفاهمت په يادښتونو هم خبرې وشوې۔په مل??قا?? كښې د دواړو هېوادونو رياستي ميډيا ادارو ترمينځه د مرستې لپاره د مفاهمت د يادښتونو عمل به لا تندولو هم اتفاق وشو۔لنډ مهاله وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا پلاؤيو د تبادلو په ضرورت هم زور راوړو۔