نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ به د نړيوال اقتصادي فورم په 54م كلنه غونډه كښې ګډون لپاره د 15 نه تر 19 جنوري د ډيووس دوره كوي۔ د خارجه دفتر ويانده

image

اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ به د نړيوال اقتصادي فورم په 54م كلنه غونډه كښې ګډون لپاره د 15 نه تر 19 جنوري د سوئټزرلېنډ د ډيووس ښار دوره كوي۔ دا خبره د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ په پرېس بريفنګ كښې كړې٬ نړيوال اقتصادي فورم د عصري رجحانات او چيلنجونو، د نړۍ تشكيل كونكي پېشرفت او د اجتماعي پاليسي ردعمل ترتيبولو لپاره د حكومت او كارپورېټ مشرانو كلنه اجتماع ده٬ په سږني كال د غونډې تهيم”ري بلډنګ ټرسټ” دے ٬ وياندې وئيلي دي وزيراعظم به په درې مهمو موضوعاتي دستوروكښې ګډون كوي چې پكښې د نړيوالو شخړو د دور لاره نيول٬ په نړيوال نظام اعتماد بحالول او د اقتصادي سقوط مخه نيول شامل دي۔ وزيراعظم به په اقتصادي فورم كښې د “ټرېډ ټېك ټرېلين ډالر پرامس” په موضوع كليدي وېنا او حكومتي او كاروباري مشرانو سره به ملاقاتونه هم كوي۔

مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں