اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي)د وزيراعظم خاص استازي او د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي سره پاكستان كښې د سوئېلي افريقې هائي كمشنر متهوزيلي مد كيزا د نهې په ور?? د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د فلسطين په صورتحال په خاص توګه د خيالاتو څرګندونه شوی۔حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د سوئېلي افريقې لخوا د انصاف په نړيوال عدالت كښې په مقدمه كولو د سوئېلي افريقې حكومت او ا??لس مننه وكړه۔ده ووئيل د پاكستان ا??لس او حكومت د سوئېلي افريقې د دې اقدام بشپړه ملاتړ كوي او په دې اقدام هغوي ته پیرزوئنې وړاندې كوو۔د سوئېلي افريقې هائي كمشنر متهوزيلي مدكيزا ووئيل د فلسطين په ا??لس د كېدونكي ظلم په ضد مونږ د فلسطين ا??لس سره اوږه په اوږه ولاړ يو او په هر ډول به د فلسطين په ا??لس د ظلم او ستم په ضد سوئېلي افريقه خپل كردار تر سره كوي۔