کراچی۔30جنوری(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي په ټولنه ك??ې د خصوصي ماشوما??و په پوهه وركولو٬ د زده كړو او مهارتو??و په كالو د سنګارولو په اهميت زور راوړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ډاؤن سنډ روم او په نورو ذهني مسئلو كښې د اخته وګړو ادارې سوسائټي فار چلډرن ان نيډ آف سپېشل اسسټنس دورې په موقع خپلو خبرو كښې وكړه۔ اولنۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي هم ده سره وه۔ ده ووئيل مختلف استعداد لرونکې ماشومان د ټو??نې وګري دي او دوئي د ژوند په مهارتونو سنګارولو سره د خپل ژوند تېرولو او خپلې چارې پخپله د ترسره كولو جوګه كېدې شي۔ صدر مملكت د داسې وګړو د صلاحيتونو له مخې د روزګار خصوصي موقعو په رامخې ??ه كولو ضرورت هم زور راوړو۔ ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې مختلف صلاحيتونه لرونكو ماشومانو لپاره تعليمي ادارو ك??ې داخلې ته د خاص پاملرنې كولو غوره نتيجې رامخې ??ه كېږي۔ مونږ له به په پاكستان كښې هم خصوصي وګړو لپاره پخواني روايات ختمول وي۔ ده ووئيل وفاقي او د سندھ حكومت د سركاري څانګې په ملازمتونو كښې خصوصي وګړو لپاره كوټه بېلولو په لړ ك??ې د ستائنې وړ پېشرفت كړے ۔ دغسې په بېنكنګ سېكټر كښې هم خصوصي وګړي شاملولې شي۔ صدر مملکت ووئيل په لويه كچه پوهه سماجی تاثرات او طرز عمل بدلولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ډاكټر عارف علوي د او??نې مېرمنې ثمينه عارف د سينې كېنسر او د بېلو صلاحيتونو لرونكو ماشو??و په اړه په اولسي كچه د شعور بېدارولو هڅو په خاص توګه ذكر كولو كښې ووئيل اوس هغه ذهني روغتيا سره په اړوندو مسئلو كار كوي۔ صدر مملکت د بېلو صلاحيتونو لرونكو ماشومانو خيال ساتلو ٬ د دوئي تربيې او دوئي ته د ژوند بنيادي مهارتونو ښودلو په لړ ك??ې د سوسائټۍ د كاركردكۍ ستائنه وكړه۔ دې څخه وړاندې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي مختلف معذوره ماشومانو لپاره د تعليم او تربيې په لړ ك??ې د باوري كړو آسانيو جاج اخستو له د ادارې د بېلو برخو دوره وكړه او هغه خصوصي ماشومانو سره خبرې وكړې كوم چې په بېلو لوبو او چارو كښې بوخت وو۔ صدر مملكت په دې موقع د سوسائتۍ په احاطه كښې يو بوټے هم نال كړو۔