اسلام آباد۔31 جنوری(اے پی پی) 05 فروري د كشمير يووالي ورځې په توګه لمانځلو له چمتوالے نيولے شوے ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د كشمير چا??و وزارت سېكرټري جواد رفيق ملك په مشرۍ كښې اسلام آباد كښې يوه غونډه كښې د كشمير يووالي ورځې چمتوالي نيولو ته حتمي شكل وركړے شو۔ په غونډه كښې د كشمير چا??و ايډيشنل سېكرټري ٬ د ګلګت بلتستان جوائنټ سېكرټري ٬ د آزاد جموں وكشمير كونسل جوائنټ سېكرټري ٬ د داخله او خارجه وزارتونو ٬ د پېمرا ٬ رېلوے ٬ اېوي اېشن ٬ اېڼ اېچ اے ډويژنونو او د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير په شمول د څلورو واړو صوبو استازو او د مهمو ادارو اعلی چا??واكو ګډون وكړو۔ د غونډې مشري كولو په مهال د كشمير چا??و وزارت سېكرټري ووئيل د مقبوضه كشمير مظلوم اولس سره د يووالي څرګندونه كول زمونږ ذمه واري او قامي فرض دے?? ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې د مېشته پا??ست??ني او كشميري وګړو لخوا د يووالي څرګندونې سره د كشميري اولس ډاډګيرنه كېږي۔ ده د ټولو ادارو لخوا په نيولي شوي چمتوالي د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل ټولې ادارې او پا??ست??نے اولس به په جوش او ولوله د كشمير يووالي دستورو كښې ګډون وكړي او دې سره به نه يواځې د كنټرول لائن بل اړخ ته پېغام لاړ شي بلكې ګردې نړۍ ته به دا باور وركړے شي چې د پا??ست??ن حكومت او اولس كشميري وګړو سره ولاړ دي او تر هغه وخت به په قلار نه كښېني تر كومې چې دوئي ته د دوئي پېدائشي حق ترلاسه شوے نه وي۔ په غونډه كښې د ټولو اړوندو ادارو استازو د كشمير يووالي ورځې په مناسبت سره د نيولے شوي چمتووالي په اړه ګډون كوؤنكي خبر كړل او د دې عزم پخلے ئې وكړو چې د دې ورځې په بشپړه ډول لمانځلو كښې به هېڅ ډول بې غوري نه كېږي۔