ماسکو ۔18فروری(اے پی پی) د سېنېټ د دفاعي كمېټۍ چيئرمېن سينيټر مشاهد حسين د روس د حكمران ګوند يونائيټډ رشيا په بلنه د روسي?? دوره كوي۔ ده په نوي تشكيل كړې شوي انټرنېشنل فورم فار فريډم آف نيشنز كښې هم ګډون وكړو چرته چې هغه د فورم د 20 كسيزه اسټېنډڼګ كمېټۍ غړے وټاكلے شو۔ سېنېټر مشاهد حسېن د فورم د بشپړې غونډې د ګډې مشري وكړه كومې ته چې خارجه وزير لاوروف خطاب وكړو او سېنېټر مشاهد حسېن سيد پخواني روسي صدر دمتري ميدويديف سره د خيالاتو څرګندونه وكړه څوك چې اوس د روسيه د سلامتي كونسل نائب چيئرمېن دے۔ سېنېټر مشاهد حسې?? او دمتری میدویدیف په پاك روسيه اړيكو ٬ د افغانستان په ??ور??حال ٬ د غزه په جنګ او منطقه كښې د پاكستا?? او روسيه د همكارۍ په لامحدوده امكاناتو او په خاص توګه د توا?? او اقتصاد څانګو كښې په رابطو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د دې دورې په مهال مشاهد حسېن سيد په روسی ډپلومېټک اکېډمی كښې لېكچر هم وركړو۔ ده د اسلاموفوبیا په اړه د صدر پيوټن د دريځ ستائنه وكړه۔ دا خبره دې ياده وي چې سېنېټر مشاهد حسین د نړيوالو مبصرينو برخه جوړېدو لپاره بللې شوې كوم به چې د 15-17 مارچ 2024 په مهال د صدارتي ټاكنو مشاهده كولو له روسيه ته ځي۔