اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی):وزیراعظم محمد شهباز شريف کمیټۍ ته د عدالتي اصلاحات لپاره د آئیني او قانوني ترامیم پی??ج جوړولو سپارښتنې كولو سره وئېلي دي د عام وګړي سهولت لپاره سول ا?? د ??وجدارۍ قوانین كښې آسانۍ راپیدا کولو له تګلاره جوړه كړئ ، پاکستان كښې د 2400 اربه روپو نه په زياتو ټیکس وركوونكو روپو د عدالتونو او ټریبونلز چارواكو لخوا د امت??اع حكم وركول تشویشناک دے ۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري پریس ریلیز تر مخه د وزیراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د قانوني او عدالتي اصلاحات لپاره د خاص کمیټۍ وړومبۍ غونډه وشوه ۔ کمیټی كښې د قانون وفاقی وزیر اعظم نذیر تارړ ، د سپریم کورټ بار صدر شهزاد شوکت، د پاکستان بار کونسل استازي احسن بھون، پخواني د قانون وزیر زاهد حامد، سینئر قانون دان شاهد حامد او اټارنی جنرل منصور اعوان شامل دي ۔وزیراعظم کمیټۍ ته عام وګري ته سهولت لپاره سول او فوجداري قوانین كښې د آسانیو راپیدا کولو له د تګلارې جوړولو او عدالتي اصلاحات لپاره د آئیني او قانوني ترامیم پی??یج جوړولو سپارښںتنه وكړه ۔ وزیراعظم ووئېل غواړم چې خلقو ته زر او آسان انصا?? وركړے شي ۔ ده کمیټۍ ته هدایت وكړو چې د ټیکس چارې اولس او په خاص توګه کاروباري طبقې له آسانې كرئ ۔ دغسې وزیراعظم کمیټی ته د ټیکس وصولۍ نظام مؤثر كولو لپاره د قانوني تجاویز وړاندې كولو هم هدایت وكړو ۔ ده ووئېل پاکستان كښې د 2400 اربه روپو نه په زيات?? د ??یکس وصولولو كېسونو كښې عدالتونو ا?? د ??ریبونلز چارواكو لخوا د امتناعۍ حكم جاري كېدل تشویشناک دي ۔ وزیراعظم کمیټۍ ته په مالي او ټیکس چارو 2 اوونيو كښې د عبوري رپورټ وړاندې كولو سپارښتنه وكړه ۔وزیراعظم دا هم ووئېل د کمیټۍ راپور د سیاسي اتحادیان?? د ??شاورت نه وروستو بيا اړوندو وزارتو ته ولېږئ ۔