اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) صدر ??ملكت آصف علي زرداري سره د ترك ځواكونو کمانډر سیلکوک بایراکتار اوغلو ملاقات وكړو په كوم كښې چې د دواړو ورونړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرستې سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو هېوادونو د پاكستان او تركيه په شريكو ګټو كښې د دوه اړخيزه اړيكو پراخا كولو په حاجت زور راوړو۔ د ايوان صدر ??رېس ونګ له مخې په ملاقات كښې د پاك پوځ سرلَښكر هم موجود وو۔ صدر ??ملکت آصف علی زرداری ووئيل پاكستان تركيه سره په خپلو اړيكو وياړ لري ، ترکیه تل په بنيادي معاملو د پاكستان ملاتړ كړے دے۔ صدر ??ملكت د پاكستان او تركيه اولس يو بل ته نزدې كولو له د اولسي تړون زياتولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل تركيه سره به د كركيلې ٬ تعليم ٬ فن او كلتور په څانګو كښې مرستې ته وده وروكول وي ، صدر رجب طیب ایردوان د پاكستان مخلص مل??رے دے٬ هغه ما سره د صدر ??ه حېث ټاكل كېدو څخه وروستو او د رمضان المبارك په پېل ټېلېفوني خبرې كړې وې۔ د هغه دوه وارې ټېلېفوني رابطه پاك ترك اړيكو ته پراختيا وركولو له د هغه د عزم څرګندونه كوي۔ د ترك ځواكونو كمانډر پاکستان سره دفاعي مرسته زياتولو كښې خوښ?? تكرارولو سره ووئيل دواړه هېوادونه سيمه ايز امن او استحكام ته وده وركولو كښې ښكاره كردار ترسره كولې شي۔صدر ??ملکت ده ته د نشان امتیاز (ملټری) په ترلاسه كېدو مباركي وركړه او هيله يۍ ښكاره كړه چې هغه به د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرسته لا مضبوطولو له خپل كردارر ترسره كول دوامدار ساتي۔