اسلام آباد 06مئی(اے پي پي) د قومي ايئر لائن پي آئي اے حج څخه وړاندې آپرېشن به د روانې مئي مياشتې 9 مې نېټې څخه د جون مياشتې تر 10 مې نېټه روان وي٬ايئر لائن انتظاميې انتظامات بشپړ ك??ي٬?? پي آئي اے انتظاميې له مخې په جاري شوي بيان كښې وئ??لي شوي دي چې د ابتدائي منصوبه بندۍ له مخې پي آئي اے به نزدې 34 زره حج كونكي د 170 پروازونو د لارې حجاز مقدس ته رسوي٬ 19 زره حج كونكي به د سركاري حج سكيم او 15 زره به د پرائيوټ سكيم لاندې د پي آئي اے د لارې سفر كوي۔ سږ كال به پي آئي اے د پاكستان له 8 ښارونو پشمول د اسلام آباد٬ كراچۍ٬لاهور٬ پېښور٬ ملتان٬ كوئټه ٬سيالكوټ او سكهر څخه جده او مدينې لپاره نېغ په نېغه پروازونه آپرېټ كوي۔دې سره سره سږ كال به روډ ټو مكه منصوبه په اسلام آباد او كراچي هوائي اډه هم عملي كولې شي٬ د روډ ټو مكه د لارې به حج كونكي خپل سعودي اميګرېشن پاكستان كښې كوي چې ورسره به په جده يا مدينه منوره كښې حاجيان صاحبان اميګرېشن لپاره اوږدو قطارونو څخه بچ شي۔ پي آئي اے د حاجيانو خبرتيا لپاره يوه هدايت نامه هم جاري كړې ده چې پكښې د نسک ایپلیکیشن پشمول د ضروري هداياتو تفصيلي ذكر موجود دے۔ حاجيان صاحبان دې د ټكټ جوړولو په وخت د خپل موبائل فون نمبرز اندراج ضرور وكړۍ دغسې چې هغوي ته د هغوي د پرواز په اړه په وخت معلومات ترلاسه وي٬ټولو حج كونكو ته استدعا شوې چې هغو?? دې د حج مناسك ادا كولو په مهال د پاكستان سلامتيا او پرمختګ لپاره دعاګانې وكړي