اسلام آباد۔15مئی(اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري 10 كلونو لپاره د اېګريكلچر اېمرجنسي وړاندېز وركولو سره وئيلي دي چې كركيله د پاكستاني معيشت د ملا تير دے٬ د كركيلې څانګې پرمختګ سره د پاكستان پرمختګ تړلے دے٬ د مخالفې ډلې غېر جدي رويه د افسوس وړ ده٬ د سياستمدارو په ځايې دا خلق اسټیبلشمنټ سره م??اكرات كول غواړي٬ د مئي په 9 مه نېټه د احتجاج نه بلكې د بغاوت هڅه وكړې شوه كومه چې ناكامه شوې ده٬ دا ډول سازش به تل ناكامۍ سره م?? كيږي۔ د شورؤ په ورځ د صدر م??لك?? د پارليمان شريكې غونډې ته په خطاب بحث كښې برخه اخستلو سره ده ووئيل زه په تاريخي خطاب صدر م??لك?? ته م??اركي وركوم٬ د هېواد په تاريخ كښې يو سويلين ص?? شريكې غونډې ته په اووم ځل خطاب كړے دے۔ صدر م??لك?? په خپل خطاب كښې په ډاګه كړه چې هغه د وفاق او اولس نمائندګي كولو سره د دې مسئلو ته ترجيح وركوي۔ صدر م??لك?? د اتحاد او مفاهمت خبره ذاتي ګټو او سياست لپاره ونكړه بلكې هغه دا ګڼي چې مسئلې د سياسي عمل او مذاكراتو نه غېر حل كېدې نه شي۔ ده ووئيل صدر م??لك?? په اولسي مسئلو بحث كولو سره سره د كشمير او فلسطين په اړه ښكاره بيان وركړو۔ دغه مهال په ايوان كښې غېر ملكي سفيران هم موجود وو۔ بلاول بھټوزرداری ووئيل چې په كشمير كښې په دې وروستيو و??ځو كښې صدر زرداري او حكومت د اولس جائز غوښتنې ترسره كولو له پېكج اعلان كړو كوم چې خوشبين دے۔ ده ووئيل مونږ كرونده ګرو څخه غنم اخستلو سره د غزه او فلسطين اولس له لېږلې شوو كوم چې دا مهال دې ته سخت حاجت لري۔ ده ووئيل مونږ له به كرونده ګرو ته م??اوضه او راروان كال كښې زياتو فصلونو له م??اعات وركول وي٬ هيله ده چې په بجټ كښې به كرونده ګرو لپاره يو داسې پېكج وي كوم به چې نړۍ ته وښائي چې د پاكستان حكومت كركيله كښې سرمايه كارۍ لپاره چمتؤ دے۔ بلاول بھټوزرداری ووئيل مونږ به د اصولو سودا نه كوؤ٬ تحريك انصاف له به ځان خپل عسكري ونګ څخه لرې ساتل وي٬ كوم چې سياسي خلق دي هغه بايد وړاندې راوستلې شي كه داسې نه كوي نو د دې مطلب دا دے چې ټول يو شان دي